د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په سکولونو کې دې امتحانونه د بورډ له لارې نه اخلي”


د بلوچستان د شخصي سکولونو استادانو او چارواکو نن(چارشنبه) د کوټې پریس کلب په مخکې د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د پنځم او اتم جومات امتحانونه دې د بورډ ( کانکور) د لارې نه اخلي.

د بلوچستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د نهم او لسم جومات ترڅنګ به اوس د پنځم او اتم صنف امتحانونه هم د بورډ له لارې اخېستل کېږي، خو د حکومت دغه اقدام د تعلیمي ادارو د مشرانو لخوا غندل شوی دی.

په بلوچستان کې د شخصي مکتبونو مشران وايي حکومت پرته له دې چې دوی په باور کې واخلي، په نصاب کې بدلون هم راولي او بیا نصابي کتابونه دغو سکولونو ته نه سپاري چې دا کار د زدکونکیو په تعلیمي یون منفي اغېز پرېباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG