د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل چارواکي: سلګونه مجرمان مو نیولي دي


د کابل امنیتي چارواکي وایې چې په تیرو دوو میاشتو کې نهه سوه کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوې دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې رئیس فریدون عبیدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو کسانو په نېول کېدو سره په کابل ښار کې د جنایې جرمونو پېښې کمې شوې دي.

(له نېکه مرغه مونږ پدې وروستیو کې ډيرې لاسته راوړنې درلودې، تاسې خبر یاست له چې له څو تروریستي پېښو مخنیوی شوی څو انسان تښتونکې ډلې ونیول شوې.)

نوموړي همدارنګه د کابل ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې د هغو کسانو په نېولو کې ورسره همکاري وکړي چې غواړي ښار کې ویره رامنځ ته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG