د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وکيلانو د ځانمرګي بريد د پلټنو حکومتي کميسيون رد کړی دی


د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې د اتم اګست د پېښې په اړه د پلټنو لپاره د صوبايي حکومت له خوا جوړ شوی کميسيون رد کړی دی.

دا خبره د بلوچستان های کورټ بار اېسوسي ېشن مشر ايډوکېټ عبدالغني خلجي د جمعې په ورځ د وژل شوو وکیلانو په یاد غونډه کې کړې ده. هغه ویلي چې دوی دا کميسيون نه مني.

په دې غونډه کې شریک ايډوکېټ جمیل احمد خان نن مشال راډیو ته وویل ، یو پلو په سپریم کورټ کې اورېدنه روانه ده او بل پلو د بلوچستان حکومت په خپله یو فریق دی نو څنګه کميسيون جوړولای شي.

په سپریم کورټ کې د دې مقدمې یوه اورېدنه شوې او دویمه یې د اکتوبر پر څلورمه په کوټه کې تر سره کېږي.

دا له هغه وروسته ده چې د روان کال د اګست پر اتمه نېټه په کوټه کې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۷۳ کسان ووژل شول چې ۵۶ يې وکیلان وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG