د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: روسان دې په په لوی شمېر په ټاکنو کې برخه واخلي


ولسمشر ولادمیر پوتین پر روسانو غږ کړی چې د یکشنبې/ اتوار پر ورځ په پارلېماني ټاکنو کې برخه واخلي او د هېواد د ولسي جرګې (قامي اسمبلۍ) غړي وټاکي.

نوموړي بېګا په ټېلېوېژني وینا کې وویل، پر ولس ((غږ کوي چې د رایې ورکولو مراکزو ته ولاړ شي او خپل دریځ ښکاره کړي.))

ده وویل، ((په انتخاباتو کې برخه اخیستل د هر [وګړي] ملکي دنده ده او د [خپل] هېواد په اړه د مخلصانه احساساتو او د راتلونکې ته د پاملرنې ښکارندويي کوي.))

په تېرو دوو لسیزو کې د روسیې د اقتصاد تر ټولو اوږدې سوړبازارۍ (اقتصادي رکود) باوجود تمه ده چې د متحدې روسیې ګوند او نور کرېملېن پلوه ګوندونه به په انتخاباتو کې بریا ترلاسه کړي خو له دې سره سره، په ټاکنو کې د ولس بې تفاوتي یا نه لېوالتیا ښيي چې زیات خلک به پکې رایې و نه کاروي. هم تېره ورځ د روسیې انتخاباتو مرکزي کمېسیون مشرې اېلا پامفېلووا ژمنه وکړه چې که په انتخاباتو کې د قانون پراخې سرغړونې وشوې نو استعفا به ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG