د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي


د بغداد په ختیځ کې بېګا ماښام دوو ځان وژونکو بریدونو لږ تر لږه لس تنه ووژل.

پولیس او روغتیایي سرچینې وایي، د عراق د تیلو د وزارت مخې ته د نخیل په نوم په ستر شاپنګ سنتر کې د چاودنو له امله لږ تر لږه اته ویشت تنه ټپیان شوې هم دي.

یوه چاودنه د دې شاپنګ سنټر په وره کې او بله یوه د موټرو په تمځاي کې وشوه.

د اعماق په نوم خبرې سرچینه چې د اسلامي دولت ډلې ده، خبر ورکړ چې دوو تنو چې یوه یې ځان وژونکی واسکټ لاره او بل په موتر کې چاودیدونکي مواد بار کړي وو، په فلسطین واټ کې د شیعه و پر یوې ډلې چاودنې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG