د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي، د بنو چارواکو د دوی سیمې ته د قربانيو پر څاوريو ټيکس لګولی دی
د شمالي وزیرستان دې اوسېدونکو د شنبې په ورځ په بنو کې د خبریالانو د مرکز مخې ته د چارواکو د دې ګام پر ضد احتجاج کړی دی.
دوی غوښتنه وکړه چې دا پرېکړه دې بیرته واخیستل شي ګنې نو د دوی په وینا،د بنو د ډپټي کمشنر پر ضد به سړکونو ته راووځي.
د شمالي وزیرستان پولیټکل انتظامیې هم له مشال راډیو سره په خبرو کې دا کار غیر قانوني بللی دی.
د بنو د ډپتي کمشنر له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.