عراقي چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ ناوخته په بغداد کې یو ځانمرګي موټر بمي برید کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
د دې برید ذمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې ده.
د یادې وسله والې ډلې سره تعلق لرونکي اعماق خبري ایجنسي وايي په دې برید کې د بغداد عبدالمجید روغتون سره نزدې د شیعه ګانو یوه غونډه په نښه کړی شوې وه.
صحت محکمې چارواکي وايي،په یاد برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ژوبل شوي هم دي او اندیښنه ده چې د وژل شویو کسانو شمېره زیاته شي.
اسلامي دولت وسله والې ډلې وروسته له هغې په عراق کې فرقه ایز بریدونه زیات کړي چې د امریکا ملاتړ لرونکې حکومتي ځواکونو او د ایران ملاتړي شیعه ملیشاوو سره په جنګ کې یې له قبضې یو شمېر سیمې وتلي دي.