د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن(شنبه) په کابل کې د پاکستان له سفیر ابرار حسین سره وکتل.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دواړو لوریو په افغانستان کې د پاکستان په مالي مرسته تر کار لاندې پروژو په اړه خبرې کړې دي.
دوی همدا راز د مالیاتو په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځ ته کېدو هم بحث کړی.
خبرپاڼه وایې په دې کتنه کې پرېکړه شوې چې د دواړو هیوادو یوه مشترکه ډله دې جوړه کړل شي ترڅو د پروژو له کارونو په منظمه توګه څارنه او نظارت وکړي.