د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو چارواکي: افغان ځواکونه مخ پر وړاندې روان دي


په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي، روان کال افغان ځواکونو د وسله والو ضد په جګړو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند جنرال چارلس کلیولینډ بېګا له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې په برسلز کې خبریالانو ته وویل، د تېر کال پرتله افغان ځواکونه سږکال پیاوړي شوي دي:

((موږ په پام سره ګورو چې څنګه افغان ځواکونو خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی، څنګه یې خپلې وړتیاوې او مهارتونه سره یو ځای کړي دي او په ټولیزه توګه موږ اوس هم دا باور لرو چې د تېر پرتله سږکال د افغانانو کارکردګي بهتره ده. دوی د عملیاتو له پلان سره سم پر مخ ځي او په مجموع کې لا هم پر سمه لار روان دي.))

د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند کلیولینډ وویل، وسله وال طالبان لا هم لوی ګواښ دی خو زیاته یې کړه چې هغوی نشي کولای تر ډېره وخته یوه سیمه ونیسي او د ستراتیژیک مرکز په توګه ورڅخه کار واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG