د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبد الله او غني ترمنځ بیا غونډه کېږي


د افغانستان اجرائیه ریاست وایي تمه ده چې د ملي یووالي د حکومت رهبرانو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو د حل په هدف راتلونکي اوونۍ پنځمه ناسته ترسره شي.

د اجرایه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د پنجشنبې په ورخ مشال راډیو ته وویل:

"تمه ده چې راتلونکي اوونۍ هم د ملي یووالي حکومت رهبران خپلو منځو کې ناسته ولري او د دواړو رهبرانو ترمنځ په پاتې مسائلو او هغه ژمنې چې دوی خلکو ته ورکړي په هغو به بحث وکړي."

نوموړي وویل چې د تېرې ورځې په ماښام هم د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ څلورمه ناسته ترسره شوې ده.

د ښاغلي میثم په وینا، ملي مشارکت، عادلانه استازیتوب، د شایسته سالارۍ موضوع، د حکومت د اصلاحاتو پروګرامونو لپاره د حکومت د رهبرانو ژمنتیا، د دوه ګوني چلند نه ډډه کول او د حکومت په ټولو پریکړو کې د اجرائیه رئیس حضور هغه مسایل وو چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ پرې بحث شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG