د لوګر والې وایي، په څرخ ولسوالۍ د برید له پای ته رسېدو وروسته دا مهال افغان ځواکونه د سېمې د تصفیې په پلان بوخت دي.
محمد حلیم فدايي مشال راډيو ته وویل چې په دې برید کې یوازې یو پولیس ټپي شوی او شپږ حمله کوونکي وژل شوي او دولس نور ټپیان شوې دي.
وسلهوالو نن (پنجشنبه) سهار له یوې ځانمرګي برید وروسته د لوګر پر څرخ ولسوالۍ برید وکړ.
د لوګر د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات مشال راډيو ته وویل چې په دې برید کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او د څرخ امنیې قومندان په ګډون درې افغان سرتېري ټپیان شوي دي.