د لاسرسي ځای

تازه خبر

په حصارک کې د نهه طالب قوماندانانو په ګډون ۶۹ وسله وال وژل شوي


افغان چارواکي ادعا کوي په هوايي بريدونو کې يې د نهو طالب قوماندانانو په ګډون ۶۹ وسله وال وژلي.

د ننګرهار ولايت وياند وايي دغه وسله وال په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې وژل شوي.

عطالله خوګياڼي د شنبې په ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې د دغو طالب قومندانانو نومونه وانه خستل، خو وې ویل چې دا عملیات په تیرو څلرویشت ساعتونو کې ترسره شوې دي.

نوموړي وویل چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.تردې وړاندې بیا د سرپل د والې ویاند ذبیح الله اماني مشال راډيو ته ویلي چې افغان ځواکونو په سانچارک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو مهم پټن ځایونه په نښه کړې دي.

نوموړي وویل چې د افغان ځواکونو په دغو هوایې حملو کې ۳۲ وسله وال مخالفان وژل شوې او ۱۵ نور ټپیان دي .خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG