د لاسرسي ځای

تازه خبر

په طورخم کې کاروباریان له بې روزګارۍ سرټکوي


په طورخم کې کاروبار کوونکي وايي د پاکستان له خوا پر افغانانو د پاسپورټونو او وېزو د قانون سختولو له وجې د دوی روزګار مخ په ختمېدو دی چې له کبله يې په زرګونو خلک بې کاره شوي دي.

دوه مياشتې وړاندې د پاکستاني او افغان خواکونو ترمنځ په طورخم کې د يوې دروازې جوړولو په سر نښتې وشوي.

تر هغې وروسته پاکستان پر افغانانو د پاسپورټ او وېزې درلودل حتمي کړل چې له وجې يې دغلته د تجارانو او نورو خلکو تګ راتګ ډېر کم شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG