د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ په خېبر کې د ۱۱ وسله والو وژلو دعوه کړې


د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) تېر ماښام په یوه بیان کې وویل، دوی په خېبر کې د وسله والو پر اتو پټنځایونو بمباري کړې ده چې پکې څلور وسله وال ژوبل شوي هم دي.

بیان زیاتوي، دا بریدونه د راجګل په بابر کچکول، نري ناو او تور څپر سیمو کې شوي دي.

په خېبر کې دا د پوځ تازه عملیات دي. وسله والو لا څه نه دي ویلي او سیمې ته د خبریالانو لاسرسي نه کېدو له کبله ازادو سرچینو هم د پوځ دعوو پخلی نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG