د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغان ولسمشر سره د اجرایه ریس ناندری د تړون نه پليکېدل دي


د اجرایه ریاست چارواکي وایي، له افغان ولسمشر سره د اجرایه ریس اختلافي اساسي ټکی د سیاسي جوړجاړي نه پلیدکېدل (عمليکول) دي.

د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د یکشنبې ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل، سیاسي موافقه نه یواځې دا چې په بشپړه توګه عملي شوې نه ده بلکې د هغې عمليکولو لپاره هغه اړین اقدامات چې ضروري دي هم نه دي شوي.

د افغان ولسمشر او اجرايه ریس تر منځ د اختلافاتو تازه لړۍ له هغه وروسته تېزه شوې چې د زيارت په ورځ اجرایه ریس پر ولسمشر اشرف غني نیوکې وکړې، خو ولسمشر په یکشنبه د ځوانانو روزنیز پارلېمان پرانیستو مهال وویل چې رهبري د غبرګون په ښودلو نه بلکې په صبر او زغم کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG