د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حزب اسلامي ډله د خبرو لپاره کابل ته رسیدلې


له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د شنبې په ورځ د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي وفد کابل ته رسیدلی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا یو غړي د نوم نه اخیستلو په شرط بېګا مشال راډیو ته د دغه وفد کابل ته رسیدل تایید کړل خو دا یې ونه ویل چې د سولې د خبرو دویم پړاو به کله پیلېږي.

یاده دې وي چې حزب اسلامي څه کم دوه میاشتې کې هم له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG