روسیې په تور سمندرګي کې د بحري ځواک جنګي تمرینونو یا مشقونو اعلان کړی دی او اوکراین خپل ځواکونو ته د جنګي حالت تیارسي امر ورکړی دی.
د کرېمیا ټاپو وزمه سیمې پرسر دې تازه کړکېچ ته په کتو امریکا پر دواړو خواو د ارامه اوسېدو غږ کړی دی.
د چارشنبې ورځې اقدامات تر هغه یوه ورځ وروسته شوي، مسکو دعوه وکړه چې د روسیې تر اشغال لاندې کرېمیا کې یې د اوکراینیو ورانکارو د مداخلت هڅه شنډه کړې ده.
له دې سره هغه اندېښنې تازه شوې دي چې ګواکې روسیه په ختیځ اوکراین کې د کییف او روسي پلویو بېلتونپالو تر منځ روانه جګړه سخته کړې.
روسي ولسمشر ولادمیر پوتین ژمنه کړې چې د اوکراین پرضد به اقدامات کوي او ډېره پاروونکې ژبه یې کارولې ده. ده پر اوکراین تور پورې کړ چې کرېمیا ته یې د ترهګرو فعالیتونو لپاره ورانکاري استولي دي. کییف په تېرو وختونو کې د نوموړي داسې تورونه رد کړي دي.