د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز کې افغان ځواکونه د ۲۷ وسله والو وژلو ادعا کوي


د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام وايي بېګا شپه د امام صاحب ولسوالۍ په ګمبز سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۷ طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ ۱۱ تنه یې ټپیان شوي هم دي.

ارام وايي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي .

د یوبل خبر له مخې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د دغه ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لورې د نومول قاضي مولوي عبدالرب په ګډون۲۶ تنهوسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن وايي په راغستان کې به د افغان ځواکونو عملیات تر هغې دوام وکړي څو دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د حکومت مخالفو وسله والو له موجودیته نه وي پاکه شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG