د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د حکومت خلاف احتجاجونه پیلوي


د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د پاناما اسنادو د معاملې پلټنو لپاره د راتلونکې میاشت له لومړۍ اوونۍ څخه د احتجاجي تحریک پیلولو اعلان کړی دی.

تېر مازیګر عمران خان په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، لومړی به د راتلونکي ګل یا دوشنبې پر ورځ د پاکستان احتساب ملي ادارې مخې ته مظاهره کوي:

((د دوشنبې پر ورځ یعنې د جولای پر ۲۵مه د نیب ودانۍ مخې ته مظاهره کوو. تر هغې وروسته به موږ د خپل ګوند ټول غړي ورغونډوو، موږ اعلان کړی دی، او که خیر وي نو [د اګست] له اوومې نېټې به [د ټول هېواد پر کچ] په کوڅو کې [احتجاجي] تحریک پیلوو.))

عمران خان وویل، د احتساب ادارې ودانۍ مخې ته ځکه مظاهره کوي چې ولې هغه اداره په پاناما اسنادو کې د وزیراعظم د کورنۍ نومونو په اړه پلټنې نه کوي. په سمدستي ډول وفاقي حکومت د عمران خان احتجاج پیلولو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو پخوا یې ویلي چې د پاناما اسنادو په اړه پلټنو ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG