امریکا د القاعدې وسله والې ډلې پر درو ایران – میشته مشرانو بندیزونه لګولي دي او ویلي یې دي چې دوی د جګړې په ډګر کې یادې وسله والې ډلې ته پیسې او سامانونه برابرول.
د امریکا خزانې وزارت بېګا وویل، ۳۱ کلن فیصل جاسم محمد العمري الخالدي سعودي وګړی دی چې د القاعدې یوې وسله والې ډلې یوې غونډې مشري یې کوله او د تېر کال په مې میاشت کې د دې ډلې د پوځي کمېسیون مشر وو.
د خزانې وزارت نوموړی د القاعدې ((د نوي نسل)) د غړیو له ډلې یاد کړی.
وزارت وايي، خالدي په القاعدې پورې له تړلو، د مرکزي شورا له غړیو او د پاکستانیو طالبانو له مشرانو سره رابطې لرلې.
بل کس ۴۸ کلن یسرا محمد ابراهیم بایومي نومېږي چې مصری وګړی دی او د تېر کال تر پیله یې له ایرانیو چارواکو سره منځګړتوب کاوه او د خزانې وزارت په وینا، په ایران کې یې د القاعدې غړیو په اوسېدو کې مرسته کوله.
۳۵ کلن ابوبکر محمد د الجزایرو دی چې پخوا په پاکستان کې اوسېده. وزارت زیاتوي، ده تر ۲۰۱۵ز کاله په ایران کې د القاعدې مالي او تنظیمي چارې پر مخ وړلې.