د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا د جولايي پر ۱۳مه نوې وزیراعظمه ټاکي


د برتانیې د کورنیو چارو وزیره ( تیریزا می ) به د جولايي پر ۱۳مه د دغه هیواد نوې وزیراعظمه وټاکل شي.

په محافظه کاره ګوند کې د هغې وروستۍ رقیبه ( ایندریا لیډ سم ) وه چې د جولايي په ۱۱ مه یې له مقابلې لاس واخېست.

تیریزا می به ډیویډ کامرون ځای ونیسي، هغه نن د کابینې د وروستۍ غونډې مشري کوي او سبا ته ملکه الزابیت ته د خپلې استعفا پاڼې له سپارلو وړاندې د پارلیمان پوښتنو ته هم ځواب وايي.

ډیویډ کیمرون وروسته له هغې د خپلې دندې پرېښودلو اعلان کړی و چې د جون په ۲۳ مه د بریتانیا خلکو د یوې نظر پوښتنې په ترڅ کې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پریکړه وکړه.

تیریزا می هم په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو پلوۍ وه، خو وايي د ریفرینډم له پایلو به په شا نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG