د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ کړنلارې مشره وايي، په اروپاکې د غیرقانوني افغان کډوالو د ستونزو مستقله حل باید وموندل شي.
فدریکاموغرینی ویلي چې په بلجیم کې دافغانستان د وضعیت په اړه د جوړیدونکي کنفرانس ترپيل مخکې به پدې اړه د هر اخیز بحث وشي.
د ارګ دخبرپاڼې په حواله، موغریني پرون [جمعه] دوارسا کنفرانس په څنډه کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د غیرقانوني افغان کډوالو، د ښځودحقونو، امنیت او دافغانستان د اقتصادي ودې په اړه خبرې کړې دي.
فدریکا موغریني څرګنده کړې چې په افغانستان کې د امنیت او د ښځو د حقوقي وضعیت د ښه کولولپاره دحکومت هڅو پردې هیواد دنړیوالو باور زیات کړی دی.