د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب وايي ، په مدینه کې برید کوونکی سعودي وګړی وو


سعودي عرب وايي، څو ورځې مخکې په مدینه کې پر مسجد نبوي ځانمرګی برید کوونکی ځوان سعودي وګړی وو چې د نشه یي موادو کارولو سابقه یې لرله.

د سعودي عرب کورنیو چارو وزارت بېګا وویل، د جولای څلورمې نېټې برید په تړاو یې ۱۲ پاکستاني او اووه سعودي مشکوک کسان نیولي دي.

وزارت وايي، ۲۶ کلن نایر النجیدي البلوي له مسجد نبوي سره نېږدې د ګاډو درولو له ځایه تېر شو او چې امنیتي سرتېرو ودراوه نو ځانمرګی برید یې وکړ چې پکې څلور سرتېري ووژل شول.

بیان وايي، پر هم هغه ورځ په قطیف ښار کې د اهل تشیع له جومات سره هم درې ځانمرګو برید وکړ چې پکې مرګ ژوبله نه وه شوې.

بیان وايي، په قطیف کې برید کوونکي عبدالرحمان صالح محمد، ابراهیم صالح محمد او عبدالکریم الحسني نومېدل چې ټول حکومت ضد فعالان ول.

د سعودي عرب کورنیو چارو وزارت د نیول شویو ۱۹ وګړو نومونه نه دي ښکاره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG