افغان ولسمشر د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د وروستي خونړي برید په تړاو په خپلو دندو کې د غفلت په خاطر د کورنیو چارو وزارت د پنځو لوړرتبه چارواکو دندې وځنډولې.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي چې ولسمشراشرف غني دغه پریکړه پرون وروسته له هغې وکړه چې د پیښې په اړه څیړنیز پلاوي خپل راپور ولسمشرته وړاندې کړ.
د خبرپاڼې له مخې امنیتي چارواکو د ولسمشر مخکینیو سپارښتنو ته چې په ډله ییزه توګه د امنیتي مسولینو د انتقال لپاره دې له بسونو استفاده نه کېږي، پاملرنه نده کړې.
د تیرې پنجشنبې په ورځ په پغمان ولسوالۍ کې د میدان وردګو د پولیسو له له اکاډمۍ څخه د فارغو شوېو پولیسو د موټرو پر کاروان په دوو ځانمرګو بریدونو کې له دېرشو زیات کسان ووژل شول او په لسګونو نورژوبل شول.
وسله والو طالبانو د دغو بریدونو مسولیت پر غاړه اخستی دی.