د پاکستان یولوړرتبه چارواکی وایي، د افغانستان سولې خبرو بریالیتوب د پاکستان لپاره مهم دی.
دا خبره په بهرنیو چارو کې د پاکستان وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز د اتوار ورځ په اسلام اباد کې د امریکا کانګرس یوه پلاوي ته وکړه.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویل، سرتاج عزیز د امریکا کانګرس پلاوي ته چې مشري یې سېنېټر جان مککېن کوي، په افغانستان کې د سولې ځنډېدلو خبرو په اړه معلومات ورکړل.
مککېن وویل، دی غواړي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکی ښې شي ځکه دواړه هېوادونه له ګډ دښمن سره مخامخ دي.