د لاسرسي ځای

تازه خبر

'عراقی ولس دې د فلوجې بريا په جشنونو ولمانځي'


د عراق وزیراعظم حېدر العبادي په فلوجه کې د داعش تر ماتې وروسته پر خپل ولس غږ کړی چې پر خلکو ږغ کړی دی چې دغه بری دې په خوښیو او جشنونو ولمانځي.

عراقیو ځواکونو د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) څخه د فلوجې ښار وروستۍ برخې هم بیرته ونیولې.

حېدر العبادي د یکشنبې په روځ په فلوجه کې د یو روغتون مخې ته د هېواد بېرغ اغوستی وو او حکومتي ټېلیویژن – العراقیه – ته یې وویل، "زه پر ولس ږغ کوم چې چېري هم یاست، راــ ووځئ او خوشالۍ وکړئ. "

حېدر العبادي وویل، "موږ به ډېر ژر پر موصل هم د عراق بېرغ ورپوو. " موصل د عراق دویم لوی ښار دی چې لا هم د داعش تر ولکې لاندې دی.

نوموړی له هغه څو ساعتونه وروسته فلوجې ته ولاړ چې هلته د عملیاتو مشري کوونکي کومندان لفټننټ جنرال عبدالوهاب السعیدي د پنځو اوونیو له جګړې وروسته بری اعلان کړ.

السعیدي وویل، "موږ د فلوجې له مرکزي برخې ګولان څخه ولس ته زېری ورکوو چې په فلوجه کې جګړه پای ته ورسېده او د ترهګرۍ ضد ځواکونو سیمه پاکه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG