د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د بېرته ستنېدونکو افغانانو شمېر کم شوی”


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په افغانستان کې د امنیت د خرابېدو له امله د بېر ته ستنېدونکو افغانانو شمېر کم شوی دی.

د افغانستان په شمالي سیمو کې د دې ادارې ویاند فهیم همدرد د جمعې په ورځ وویل چې تېر کال ۱۲ زره افغانان شمالي ولایتونو ته ستانه شوي وو خو سږکال په کندز، بدخشان او فاریاب کې د امنیتي ستونزو له امله دا شمېر دوه زرو ته را ټیټ شوی دی.

ده وویل”,سږکال د بېرته ستنیدونکو کډوالو د شمېر د کموالي دلیل په افغانستان کې د کارونو نشتوالی هم دی”.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG