د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي مسلمانانو په باب دې معلومات راټول کړل شي. ټرمپ


د امریکا په راتلونکيو ولسمشریزو انتخاباتو کې د ریپبلیکن ګوند ممکنه امېدوار ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد ته یې د ترهه ګرۍ خلاف مبارزه کې د مسلمانانو معلومات راغونډولو باندی سنجیده غور پکار دی.

ټرمپ دا څرګندونې تېره ورځ د عمر متین په اړه جوړ یوه ټېليويژن پروګرام کې کړې دي، عمر متین د روانې میاشتې په لومړیو کې د فلوریډا په اورلېنډو ښار کې پر یو کلب په برید کې ۴۹ کسان وژلي او یو شمېر نور یې ژوبل کړي ول.

د ټرمپ د وړاندیز ترمخه د مسلمانانو په اړه معلومات جمع کول هغه ګام دی چې پکې حکومت د قومیت، نسل او یا مذهب په حواله د خلکو تحقیقات کوي. د ولسي خلکو د آزادۍ لپاره کارکونکي دا ګام امتیازي سلوک بولي.

د ډونلډ ټرمپ دا خبره د هغه ویناوو وروستۍ لړۍ ده چې له وجې یې پر هغه باندی پراخې نیوکې کیږي او ویل کېږي چې دا نه یوازې غېر آییني خبره ده بلکې له دې سره به د هغه په لوی شمېر کې ووټونه هم مخالف امېدوار ته ولاړ شي. په امریکا کې به د ولسمشرۍ لپاره عام انتخابات د سږني کال په نومبر میاشت کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG