د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې اټالوی غرختونکی مړ شوی دی


د اټلي يو غر ختونکی په ګلګت بلتستان کې د واورۍ پر سر د ښویدو په پېښه کې مړ شوی دی.

د پاکستان الپاين کلب د شنبې په ورځ وویل ، اوویشت کلن لیونارډو کومیلې په ګلګت بلتستان کې د ليلا غره له څوکې را ښویدی چې دا پېښه رامنخ ته شوې.

د پاکستان الپاين کلب وياند قرار حيدري فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې لیونارډو کومیلې د ليلا غره هغې څوکې ته ختلی وو چې شاوخوا شپږ زره ميټره اوچته ده.

ليونارډو کوميلې په شپاړس کلنۍ کې غرونو ته ختل پیل کړي وو او د دې تر څنګ یې عکاسي هم کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG