د روس د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو او افغان حکومت د سولې خبرو ته هیلې ډېرې کمې شوې دي.
ایتارتاس خبري اژانس څرګندوي چې د روس د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروا د جمعې په ورځ په ماسکو کې خبرې غونډې ته وویل، دوی د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ رابطو ته ډېر لږ هیلمن دي.
ماریا زخاروا زیاته کړه چې د افغان ځواکونو د منظمو عملیاتو سربیره طالبان په افغانستان کې خپلو پوځي هڅو ته دوام ورکړی.
د روس بهرنیو چارو د وزارت ویاندې دا هم وویل چې د پیکنګ، اسلام اباد، کابل او واشنګتن د استازو تر منځ د سولې هڅې بې نتیجې پاتې شوي دي.