د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیس وايي ، دوه مهم مشکوک وسله وال طالبان یې نیولي


د کراچۍ پولیس
د کراچۍ پولیس

د پاکستان د کراچۍ پوليس ادعا کوي چې د پاکستانيو طالبانو دوه مشکوک وسله وال يې نيولي دي.

کراچۍ: د پاکستان د کراچۍ پوليس ادعا کوي چې د پاکستانيو طالبانو دوه مشکوک وسله وال يې نيولي دي.

د کراچۍ پوليسو د ترهګرۍ مخنيوي څانګې مشر جنېد شېخ د جمعې په ورځ ناوخته په يو بيان کې وويل چې دا مشکوک وسله وال په اورنګي ښارګوټي او له ايرپورټ سره نژدې سيمو کې د جمعې په ورځ د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

جنېد شېخ زياتوي چې په نيول شوو کې يو تن د طالبانو د بېت الله محسود ډلې په مالي مرسته کولو تورن دی او بل دوبۍ ته تر تښتېدو ورسته بېرته کراچۍ ته راروان وو چې ونيول شو.

پاکستانیو چارواکو د نیول شوو مشکوکو کسانو نومونه او نوره پېژندګلوی نه ده په ډاګه کړې او نه هم د طالبانو له خوا د دې خبر تر خپرېدو په دې اړه څه دریځ مخې ته راغلی وو.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی چېري چې له تېرو څو کالو راهسې د وسله والو ، قلنګ اخیستونکو ، هدفي وژونکو او نورو جنایي ډلو پر ضد عملیات روان دي.

پر دې عملیاتو که څه هم تر پیل وړاندې زیاتره ګوندونه سره سلا شوي وو خو په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه متحده قومي موومنټ تور پورې کوي چې هلته ګمارل شوي رېنجرز ځواکونه د دوی د ګوند غړي په نښه کوي.

په سیند سیند صوبه کې دا وخت د پاکستان پپلز ګوند حکومت دی کوم چې هلته د روانو عملیاتو پلوي کوي خو په عین وخت کې دا هم وايي چې دا عملیات د ګوم ګوند نه بلکې د مجرمانو پر ضد روان دي.

په کراچۍ کې پښتانه هم په لوی شمېر مېشت دي. په تېرو څو کلونو کې د تاوتریخوالي او په ځانګړې توګه هدفي وژنو کې په ګڼ شمېر وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو له کبله وسله وال طالبان کراچۍ ته تښتېدلي او هلته یې په پښتون مېشتو سیمو کې ځانونه پټ کړي دي.

د کراچۍ پر حالاتو نظر لرونکي د امنیتي او سیاسي چارو کارپوهان وايي چې طالبان هلته دېر فعال دي او د خپلو فعالیتونو لپاره له خلکو قلنګونه هم اخلي.

طالبانو په کراچۍ کې د هدفي وژنو په ترڅ کې تر ټولو د پښتون ملتپال عوامي نشنل ګوند غړي او مشران ډېر په نښه کړي دي.

چې کله له ۲۰۰۸م کاله تر ۲۰۱۳م کاله د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو او په ځانګړې توګه سوات کې د سوله والو طالبانو پر ضد کوم عملیات وشو په هغه کې هلته د واکمن عوامي نشنل ګوند حکومت هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG