د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ د حصارک په جامع جومات کې چاودنه شوې.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي مشال راډيو ته ويلي نن د جمعې په ورځ د ردوات ولسوالۍ د حصارک په سیمه کې په جامع جومات کې د جمعې لمونځ د ادا کولو پر مهال د جومات په مهراب کې د ځای پر ځای شوېو چاودیدونکو توکو له امله چاودنه شوې.
نوموړی وايي، د دې چاودنې له امله د ملاامام په ګډون څلور لمونځ کوونکي وژل شوي او له لسو زیات نور زخميان شوي.
د دې پېښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.