د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز کې د تښتول شویو کسانو لپاره عملیات روان دي


کابل: افغان مدني ټولنې غړیو په کندز کې د تښتول شویو ولسي وګړو پر وژنه سخته خواشیني ښودلې
کابل: افغان مدني ټولنې غړیو په کندز کې د تښتول شویو ولسي وګړو پر وژنه سخته خواشیني ښودلې

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي د هغو اتو تنو د موندلو لپاره سخت عملیات روان دي چې پرون وسله والو طالبانو په کندوز ولايت کې له ګاډي کوز کړل او ویې تښتول.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي پرون مشال راډیو ته وویل چې دوی کوشش کوي چې په عملياتو کې چاته زيانه ونه رسي.

د کندوز امنیه قوماندانۍ ویلي چې وسله والو طالبانو پرون دغلته په علي اباد ولسوالۍ کې مسافر وړونکي څلور ګاډي ودرول، ۱۳ تنه یې ووژل او یوشمیر نور یې له ځانه سره بوتلل.

طالبانو ويلي د دوی له خوا بيول شوي کسان پوليس دي خو صدیق صدیقي دا ادعا بې بنیاده بولي او وايي دغه ټول کسان ولسي وګړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG