د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل له اسلام اباده غوښتي چې د وسله والو ضد اقدام وکړي


د افغانستان جمهوري ریاست له پاکستانه غواړي چې په خپله خاروه کې د وسله والو مخالفانو پر ضد اقدام وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان په خاوره کې د ملامنصور وژلو یوځل بیا هغه ادعا ثابته کړه چې طالبان په هغه هیواد کې فعال دي او پټن ځایونه لري.

دا خبرې وروسته له هغه مطرح کیږي چې تیره ورځ د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالات کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حمله کې و وژل شو.

تردې وړاندې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم د امریکا متحده ایالاتو لخوا په پاکستان کې هدف وګرځول شو او له هغه وروسته د وسله والو طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر مړینه هم په پاکستان کې تایید شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG