د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په بغداد کې چاودنې وغندلې


سپینې ماڼۍ په بغداد کې پرونۍ چاودنې وغندلې او ویې ویل چې په عمدي ډول پر ملکي وګړو وحشیانه حملې شوې دي.

په بغداد کې د شعیه ګانو په سیمو کې د سېشنبې په ورځ په پرله پسې چاودنو کې ۶۰ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات زخیمان شوو.

تر ټولو خونړۍ چاودنه د بغداد په الشعب سیمه کې په یوه مارکیټ کې وشوه چې پړه یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش اخیستی دی.

د عراق وزیراعظم حیدر العبادي دالشعب د سیمې د پولیسو د مشر د بندی کولو امر کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG