د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی صادق خان د لندن نوی ښاروال وټاکل شو


د برتانیې د کارګر ګوند کانديد صادق خان د لندن نوي ښاروال په توګه وټاکل شو.

دی لومړنی مسلمان دی، چې دغې څوکۍ ته ټاکل شوی او د یوې اروپايي پلازمېنې لومړی مسلمان ښاروال شو. صادق خان په دغو ټاکنو کې په ټوله کې څه باندې ۵۷ فيصده رایې وګټلې. نوموړی به د بوریس جانسن ځای ناستی شي، چې د برتانیې د واکمن محافظه کار ګوند غړی دی.

د لېبر ګوند مشر تيره شپه ناوخته په خپل ټويټر پغام کې ليکلي وو(( صادق خانه مبارک شه ،د ده په خبره نور انتظار نه شو کولی او غواړو چې د لندن د صفايې او پاکۍ لپاره تا سره يوځاي کار وکړو))

پنځه څلويښت کلن صادق خان چې له پاکستانه برتانيه ته د کډوال شوي د لندن بس ډريور زوي دی د محافظه کاره ګوند۴۱ کلن زېک ګولډ سمت سره يې مقابله وه. ګولډ سمېت د يو پخواني مالداره کس زوي دی.

د نيويارک او پيرس په ګډون د يو شمېر سرښارونو ښاروالو صادق خان ته د مبارکۍ پغامونه ورليږلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG