د لاسرسي ځای

تازه خبر

بادغیس:چاودنې پېنځه ولسي وګړي ووژل


په افغانستان کې د بادغیس ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې پېنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي او پېنځه نور ژوبل شوي دي.

د بادغیس مرستیال امنیه قوماندان عبدالعلي زماني د پنجشنبې په ورځ مشال راډيوته وویل چې چاودنه په قادیس ولسوالي کې وشوه.

ده وویل، داسې ښکاري چې د سپرلیو د موټر په لاره کې چاودېدونکي مواد یا بم اېښودل شوی او د ریموټ په وسیله الوزول شوی دی.

زماني دا برید د دولت د وسله والو مخالفانو کار وباله.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG