د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکو د ګڼو وسله وال وژلو او نیول ادعا کړې


د افغانستان دفاع وزارت وایې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۰ وسله وال وژل شوي څلور ټپیان او د دریو پاکستانیانو په ګډون ۲۷ تنه نیول شوي دي.

د دغه وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات په جوزجان،ننګرهار، پکتیکا، غزني او یوشمیر نورو ولایتونو کې ترسره شوي او د ملي اردو څلور منسوبین هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې امنیتي چارواکي وايې چې د کندهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي حيات الله او د هغه مرستيال مولوي احمد شا همت د يوي درنې جګړې په ترڅ کې وژل شوي دي.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا دراني وویل چې په دې جګړه کې پنځه څلويښت نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې په دې جګړه کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

تر اوسه وسله والو طالبانو د خپل والي او مرستيال والي د وژنو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG