د لاسرسي ځای

تازه خبر

'القاعده په افغانستان کې د بریدونو په لټه کې ده'


د افغانستان دفاع وزارت وایې القاعده شبکه د افغانستان په یوشمیر سيمو کې د ترهګریزو فعالیتونو په لټه کې ده.

خو د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد راد منش ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونو به په ټول قوت سره د دې ډلې مخنیوی کوي.

نوموړي دا خبرې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د پنځم تلین په مناسبت ازادي راډیو ته وکړې.

د امريکا ځانګړو ځواکونو د القاعده شبکې پخوانى مشر اسامه بن لادن د ٢٠١١م کال د مې په دويمه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په ايبټ اباد سيمه کې وواژه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG