د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ويلي چې د وسله والو پر ضد روان ضرب عمليات به دوام لري.
دا خبره نوموړي د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا له ګورنر اقبال ظفر جګړا سره د د لېدنې پر وخت کړي دي.
د حکومتي بيان له مخي ممنون حسين وويل چې په قبايلی سيمو کې ترقياتي کارونه روان دي او خلکو د ژوند ښه کولو لپاره به هغوي ته اقتصادي مراعات ورکول کيږي.
اقبال ظفر جګړا د جمعې په ورځ له پاکستاني وزيراعظم سره هم وليدل. د حکومتي بيان له مخې نواز شريف وويل چې د فاټا د راتلونکې فيصله به د هغه ځای د خلکو په خوښه کيږي.