د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو هوايي بریدونو کې د دولت ۵۷ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د شنبې ورځې په سهار مشال راډیو ته وویل:
د چپرهار ولسوالۍ اړوند په بېلابېلو پینځو هوايي بریدونو کې ۲۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

خوګیاڼی زیاتوي چې د هسکې مېنې اړوند د نرۍ اوبو په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۱۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي.

خوګیاڼی زیاتوي چې د هسکې مېنې نرۍ اوبو سیمه کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ په نښته کې اته تنه داعش وسله وال وژل شوي او پینځه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د خوګياڼي په خبره په په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د یادو عملیاتو په اړه کومې وسله والې ډلې تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG