د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانان دې له خپلو ځواکونو سره مرسته وکړي"


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ګډې قوماندانۍ له افغانانو غوښتنه کړې چې د مشکوکو کسانو په اړه هر ډول معلومات له پولیسو او عسکرو سره شریک کړي.

د دې ځواکونو ګډې قوماندانۍ د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو دهغو اتو ځانمرګو بريدګرو نومونه خپاره کړي چې د دوی په وینا،د لويو بريدونو پلان لري.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند فریناندو ایستریلا پرون [سه شنبه] په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

((ګډ ځواکونه باور لري چې د حقاني شبکې او طالبانو اته تنه په کابل، پروان، خوست او لوګر کې پر مهمو ځايونو د ځانمرګو بريدونو پلان لري. دا کسان د حملو په پلان او تر سره کولو کې په همکارۍمشکوک دي. موږ پرېکړه وکړه چې د دې کسانو په اړه معلومات د دې لپاره خپاره کړو چې زموږ او زموږ له افغانو همکارانو سره مرسته وشي څو دا کسان ونيسو او د بريدونو مخنيوی وکړو.))

نوموړي له نورو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه خو څرګنده یې کړه چې په دې اړه یې خپل کره استخباراتي معلومات له افغان امنیتي ځواکونو سره هم شریک کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG