د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د فاټا استادانو احتجاجي ناسته دوام لري


نن د ګل په شپږمه ورځ هم په اسلام آباد کې د قبایلي سیمې استادانو احتجاجي ناسته دوام لري. دوی غواړي چې د خېبر پښتونخوا استادانو غوندې دې ترقي او مراعات ورکړل شي.

د قبایلي سیمو استادانو اتحادیې مشرانو نن مشال راډیو ته وویل دوی څلور میاشتې وړاندې هم دغه ډول احتجاج کړی و چې وفاقي حکومت یې غوښتنې منلې وې خو تر اوسه عملي نه شوې.

د دې مشرانو به وینا دا ځل به په تشو وعدو احتجاج نه ختموي او تر هغو به خپله ناسته جاري ساتي چې د غوښتنو پوره کېدلو لیکل شوی امر یې نه وي ترلاسه کړی. په دې هکله د قبایلي سیمو انتظامي دفتر فاټا سیکټرېټ او وفاقي حکومت لا څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG