په جاپان کې د وروستۍ زلزلې د بچ پاتې شويو کسانو د لټون لپاره عمليات نن هم روان دي.
چارواکو په لکونو کسانو ته امر کړى، چې خپلو کورونو ته دې نه ورځي ځکه چې د نورو ټکانونو خطره شته.
پرون سهار په جاپان کې اووه اعشاريه درې درجې زلزلې لږ تر لږه ٣٢ کسان ووژل او څه نا څه یو زر یې ژوبل کړل.