د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: ترکي مشران له ترهګرو سره همکاري کوي


د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي، ترکیه د روسانو سفر لپاره محفوظه نه ده ځکه چې هغه هېواد تقریباً د کورني جنګ په حالت کې دی.

نوموړي بېګا په مسکو کې پر ټیليوېژن د پوښتنو ځواب ورکولو پر وخت د ترکیې پر مشرانو تور پورې کړ چې د ترهګرو ضد جنګېدو پر ځای د هغوی همکاري کوي.

ده زیاته کړه چې ترکیه خپل ملګری هېواد بولي خو له ځېنو سیاستوالانو سره ستونزېلري چې کړه وړه یې مناسب نه دي.

د مسکو او انقرې تر منځ تر هغې وروسته اړیکي زښت خراب شول چې ترکیې د تېر کال په نومبر کې له شام سره پر پوله روسۍ جنګي الوتکه وویشته.

انقرې د پوتین تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG