د افغانستان ولسمشر مرستیال ویاند وايي، افغان حکومت به د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه رسمي غوښتنه وکړي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نوم له تور لېسټه وباسي.
دوا خان مینه پال بېګا د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، حکومت به له امریکا هم غوښتنه وکړي چې د حکمتیار نوم د نړیوالو ترهګرو له نوملړه لرې کړي. امریکا په ۲۰۱۳ز کال کې د حکمتیار نوم په یاد لېسټ کې ورشامل کړی وو.
د افغانستان سولې عالي شورا د چارشنبې یا شورو پر ورځ مشال راډیو ته ویلي ول چې له اسلامي حزب سره د روغې موافقې ته نېږدي شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ هم د حکمتیار استازو په کابل کې د سولې عالي شورا له غړو سره خبرې وکړې.