د لاسرسي ځای

تازه خبر

بارانونو په خېبر پښتونخوا کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي په سوات او شانګله کې بارانونو شپږ کسان وژلي چې څلور پکې مېرمنې هم دي. دوی همدارنګه د ورښتونو له کبله د یو شمېر ودانیو د نسکورېدو خبر هم ورکوي. راپورونه وايي په ځینو سیمو کې پولونه هم نړېدلي او د خلکو لپاره یې د تګ راتګ ستونزې پيدا کړې دي.

د ناورینو سره د مبارزې صوبايي اداره بیا وايي بارانونو په ټوله صوبه کې ۱۱ کسان وژلي او ۱۶ نور یې ژوبل کړي دي. د سوات او شانګلې ترڅنګ، په ملاکنډ، چترال، بره دیر، مانسهره او چارسده کې هم بارانونو خلکو ته د سر او مال زیانونه ور اړولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG