د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروت کې څلور وزیرستانیان وژل شوي


د پنجشنبې پر ماښام په لکي مروت کې د سړک غاړې ښخ بم په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.

د پولیس تاڼې مشر محمد ایاز بېګا مشال راډیو ته وویل، پېښه د لکي مروت په کوټ کشمیر سیمه کې شوې. دی وايي، د دې چاودنې هدف د فوټبال لوبې ته ورغلي ځوانان ول. ایاز زیاتوي چې وژل شوي کسان د شمالي وزیرستان کډوال دي. د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG