د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ولسمشر حسن روحاني پاکستان ته ولاړ


دا سفر تر هغه وروسته کېږي چې نړېوالې ټولنې څه موده وړاندې پر ايران لګېدلي اقتصادي بنديزونه لیرې کړل.

د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني له یوه جګپوړي پلاوي سره نن د جمعې ورځ د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په بلنه په دوه ورځنې دوره اسلام اباد ته ولاړ. نواز شریف او د کابینې وزیرانو یې پر نور خان هوايي ډګر هرکلی وکړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په همدې اړه په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې چې د دواړو هېوادونو مشران به د دوه اړخيزو اړیکو پر پراختيا، له ايرانه د بندیزونو تر پورته کېدو وروسته د اقتصادي رابطو پر نویو لارو او همدراز په ځينو سيمه ييزو او نړېوالو مسایلو هم خبرې وکړي.

دا له تېرو څو کلونو وروسته پاکستان ته د ايران د ولسمشر لومړنى سفر دى.

د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز د ایران له سرکاري خبري ایجنسۍ ارنا سره په مرکه کې ویلي ول چې د ایراني ولسمشر د دورې اصل مقصد د اقتصادي تعلقاتو، په ځانګړې توګه د تجارت او توانایې په برخو کې دوه اړخیزه اړيکو ته پراختیا ورکول دي.

په پېښور کې د سيمه ييزو چارو کارپوهان اسلام اباد ته د ښاغلي روحاني سفر مهم ارزوي او زياتوي، ښاغلى روحاني به له پاکستانيو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت د حجم پر سېوا کولو سره سره د رياض او تهران ترمنځ په کړکېچ او يو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې وکړي.

یو کارپوه سرفراز خان په دې اړه زياته کړه:

"پاکستان او ايران دواړه به غواړي دا چې اوليت تجارتي خبرو ته ورکړي، مثلاً د پاکستان چې کوم د توانايي ضرورت دى او کوم پاېپ لاين چې دى هغه د ايران په حصې کې جوړ دى او د پاکستان حصې ته ځکه نه شو راتلاى چې په ايران باندېبندیزونه وو، چې اوس لیرې کړل شول، له دې سره سره ظاهره ده د پاکستان له سعودي عرب سره تعلقات پاتې شوي دي او موږ په دې خبر يو چې د سعودي او ايران اوس تعلقات خراب دي او په شخړه دي او سعودي عرب دا غوښتل چې پاکستان دې له هغوى سره ودرېږي، د پاکستان ولس نه غواړي چې دا کار وشي، بلکې کوښښ به کوي لکه څنګه چې مخکې سعودي عرب ته تللي وو او اوس به ايران ته به هم دا خبره کوي چې تاسو خپل اختلافات په پرامنه ډول باندې حل کړئ دې کې پاکستان خپل خدمات وړاندې کولاى شي."

د پاکستان سياسي او پوځي چارواکو د روان کال په جنورۍ کې د تهران او رياض ترمنځ د دغه رامنځته شوي کړکېچ د اواري په مقصد دواړو هېوادونو ته سفر وکړ او ددغه کړکېچ پر سوله ييز حل يې ټينګار وکړ.

اسلام اباد ته د ايران د اوسني ولسمشر حسن روحاني مخکې په ٢٠٠٢میلادي کال کې د ايران د هغه وخت ولسمشر محمد خاتمي له يو جګپوړي پلاوي سره د پاکستان په دوره راغلى و او د هغه وخت له پوځي ولسمشر پرويز مشرف او نورو چاراکو سره يې ليدلي وو.

د يادونې وړ ده چې وزيراعظم نواز شريف تر دې دمه د ايران دوه سفرونه کړي چې يو يې ٢٠١٤ او دويم هغه يې په ٢٠١٦ میلادي کال کې و.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG