د افغان حکومت اجراییه رییس وايي امنیتي ارګانونه باید خپله دنده شخصي امتیاز نه بلکې د خدای او خلکو په وړاندې یو مسوولیت وګڼي.
عبدالله عبدالله دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د ولس او پولیسو ترمنځ د همغږي په درې ورځني کنفرانس کې وکړې.
نوموړي له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د امنیت په ټینګښت کې باید له خلکو سره سلا مشورې وکړي.
(( امنیتي مسوولینو ته زما خبره داده، چې هېڅکه دنده ته د شخصي امتیاز په سترګه ونه ګوري، بلکې دنده د خدای او خلکو په وړاندې د یوه مسولیت په توګه ومني، که مو ځانونه همداسې برابر کړل، د خلکو ډاډ پیدا کیږي، نو په تاسې باور کولای شي.))
عبدالله زیاته کړه د امنیت په ټینګښت کې خلک په خپل پولیسو او پولیس باید په خپل ولس باور ولري.
د حکومت اجرايیه رییس همدارنګه وویل دا مهال افغان پولیس د خلکو د امنیت ترڅنګ د جګړې په لومړۍ لیکه کې په جګړه بوخت دي.